طالبانو د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

د کراچۍ یو زندان

په کراچۍ کې د افغانستان د سفارت قونسلګري چې د طالبانو په ولکه کې ده، د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجباري تخاري په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون یې رسنیو ته لېږلی ویلي: "د دوی تعداد ۵۶ کسان دي او ماشومان هم په کې شامل دي. دغو کسانو قانوني اسناد نه درلودل چې نیول شوي وو چې د قونسلګرۍ او سفارت په هڅو خوشې شول."

تخاري وايي تر دې مخکې هم د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو دوه زره دوه سوه شل ۲۲۲۰ کسان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانانو د حقونو مدافع منیزه کاکړ هم وخت ناوخت له رسنیو سره د دغو نیول شویو افغانانو په اړه معلومات شریکوي او د هغوی په خوشې کولو کې یې عمده رول ادا کړی دی.

مېرمن کاکړ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د سند ایالت په بېلابېلو زندانونو کې لا هم ۶۰ افغانان بندیان دي.