د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شوي

ارشیف

د طالبانو چارواکي وايي، د یاسر باسیر په نوم یوه نړیوال شرکت له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو صادرات رسماً پیل کړل.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې باب د کندهار په ښوراندام کې مراسم جوړ شوي وو چې دغه بهیر یې رسماً پیل کړ.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مهمند دغو مراسمو ته ویلي، د ګازو دغه صادرات به د ۱۸۳۰ کیلومتره لارې تر وهلو وروسته له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته وړل کېږي.

ویل شوي په لومړي ګام کې د ګازو ۵۰ محمولې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ولېږل شول.