د ترکیې بایکار شرکت نوې بې چلوونکې جنګي الوتکه جوړوي

بایکار شرکت له دې مخکې د TB-2 په نوم دغه بې پېلوټه الوتکې جوړه کړې ده.

د ترکیې یو دفاعي شرکت بایکار په پام کې لري چې بل کال نوې بې چلوونکې جنګي الوتکه جوړه کړي.

د دې شرکت مشر سلجوق بیرقدار ویلي، د دوی دې نوې تولیدېدونکې الوتکې له وړاندې د نړۍ په سطحه ځان ته پام اړولی دی.

وروسته له هغې چې بایکار شرکت TB-2 ډوله سپکې بې پېلوټه الوتکې جوړې کړې چې په اوکراین، اذربایجان او شمالي افریقا کې وکارول شوې، دغه شرکت په وروستیو کلونو کې د صادراتو په برخه کې ډېره بریا ترلاسه کړه او د ترکیې په تر ټولو لوی دفاعي شرکت بدل شو.

دغه شرکت به د بې چلوونکو الوتکو نوې بڼه نوی کال په لږ شمېر کې تولید کړي، د قزل الما په نوم دغه الوتکې په ډسمبر میاشت کې خپله لومړۍ الوتنه وکړه.