مجاهد: د دوحې غونډه کې دې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

له ملګرو ملتونو څخه د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو لپاره د یو شمېر افغانانو په تېره بیا د ښځینه فعالانو د پرله‌پسې غوښتنو سره همهاله د دغه حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه سازمان باید د دوحې په غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي.

مجاهد د جعمې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوحې له غونډې د طالبانو د تمې په اړه داسې وویل: "له دې غونډې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي. هغه امنیت او ثبات چې دلته رامنځته شوی دی غنیمت وشمېرل شي او د همکاري لپاره ورڅخه ګټه پورته شي. باور لرم چې ځینې ګیلې او شکایتونو د دپیلوماټیکو لارو څخه حل کېدل شي، تعامل او پرله‌پسې ناستې کولی شي د ستونزو حل لپاره زمینه سازي وکړي."

یو شمېر افغانانو له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې پرېږدي له شپږم ټولګیو پورته نجونې خپلو درسونو ته ستنې شي او ښځو ته په دولتي او غیردولتي ارادو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

خو تراوسه طالبانو دا غوښتنې نه دي منلي.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو استازي د دوحې نړیوالې غونډې ته نه دي بلل شوي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د قطر په دوحه کې د مې میاشتې په لومړی نېټه پیلېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي وو چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه به یوه غونډه جوړه شي، خو د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک وویل، چې دا موضوع تر بحث لاندې نه ده.