سوډان کې د جګړې ښکېلو خواوو مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

خرطوم کې د جګړې یو انځور

د سوډان په جګړه کې ښکېلو خواوو دې ته تیاری ښودلی چې خبرې اترې وکړي او منلې ده چې جګړه دوام نه شي موندلای.

دغه خبره د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فولکر پیرټس رویترز خبري اژانس ته کړې ده.

د رویترز د راپور پر بنسټ، د جګړې د دوام سربېره دا ډول څرګندونې د احتمالي هیله مندې نښه کېدلی شي.

پیرټس زیاته کړې، ښکېلو خواو د مذاکراتو د پیل لپاره خپل استازې معرفي کړي دي.

د مذاکراتو ځای د عربستان جدې ښار او د سوډان جوبا وړاندیز شوي دي.

خو د پیرټس په وینا، اصلي پوښتنه دا ده چې مذاکره کوونکي به د راغونډیو لپاره واقعاً هغه ځای ته ورسېږي او که نه؟

په سوډان کې د واک پر سر دوه اونې وړاندې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملېشو د مشر محمد حمدان داغلو او د سوډان د پوځ قومندان عبدالفتاح البرهان ترمنځ نښته پیل شوه.