اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو پر دونیڅک لسګونه ناکامه بریدونه کړي

د اوکراین د جګړې یو انځور

اوکرایني ځواکونو نن وویل چې روسي ځواکونه د باخموت پر ښار لا هم بریدونه کوي او دوی د اوکراین په ختیځ کې له دې ښاره دفاع کوي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په دونیڅک کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو روسیي ځواکونو په باخموت، ادفیفکا او مارینکا کې پرون تر اته څلوېښت ډېر ناکامه تهاجمي بریدونه وکړل.

روسیې ځواکونو له تیر اوړي راپه دې خوا باخموت کلابند کړی او تر اوسه یې په ډېرو تلفاتو د دې ښار په ځینو برخو کې پرمختګ کړی دی.