شپاړسو ایټالوي ګرځندویانو غور ته سفر کړی

د غور منار څلی چې د ګرځندویانو د لیدنې د پام وړ ګرځېدلی

شپاړس ایټالیایي ګرځندویان غور ولایت ته تللي دي، د دې کسانو عکسونه پرون په خواله رسنیو کې خپاره شول.

دا کسان په داسې وخت کې افغانستان ته تللي دي چې د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اختطاف او تشدد خطر شته او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتې دي چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

ټاکل شوې ده چې د مې په شپږمه هم د ګرځندویانو یوه ډله کابل، کندهار، هرات او بامیان ته سفر وکړي.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې د داعش احتمالي بریدونو ته هم اندېښنه ښکاره کړې ده.