په ایران کې یوه ښځه د حجاب پر سر د راپورته شوي جنجال پرمهال وژل شوې

کلثوم افتاده پور هغه وخت ووژل شوه چې د دې د کورنۍ له غړیو سره یوې ډلې نارینه وو شخړه وکړه.

د ایران په کرمان ولایت کې یوه ۵۹ کلنه ښځه د حجاب پر سر د راپورته شوي جنجال پرمهال ووژل شوه.

د ازادي راډیو فردا څانګه خبر ورکوي چې کلثوم افتاده پور هغه وخت ووژل شوه چې د دې د کورنۍ له غړیو سره یوې ډلې نارینه وو شخړه وکړه.

د ایران دولتي رسنیو بیا ویلي چې دا یوه ډله ییزه شخړه وه، خو راډیو فردا د یو شمېر سرچینو په وینا وایي چې یو شمېر نارینه وو د کلثوم افتاده پور لمسیانو ته بیا بیا ویلي وو چې خپل پوړني سم کړي، خو کله چې دې نجونو سر پسې ونه ګرځاوه، نارینه وو دوی ته ښکنځلې وکړې او بیا یې لاس سره واچاوه.

تمه ده چې د کلثوم افتاده پور د کورنۍ غړي د مې په نهمه په محکمه کې عریضه وکړي.