د پاکستان پوځ: خيبر پښتونخوا کې د نښتې پر مهال درې سرتېري وژل شوي

انځور - ارشیف

د پاکستان پوځ ويلي چې، د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې يې له وسله‌والو سره په نښته کې درې سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ يوه چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم د ښوولو په شرط پرون ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې تېره شپه يې د نښتې پر مهال ۷ تنه وسله‌وال هم وژلي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه وسله‌والو د لکي مروت پر پوسټ ګرېجوېټ کالج، چې د سرحدي ځواک او پوځ کمپ په‌کې جوړ دي، بريد وکړ.

د ځايي خلکو په وینا، پر دې مهال د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه تر ډېره اورېدل کېدل.

تر دې وړاندې پوځ او پولیسو په لکي مروت کې ګډ عملیات کړي وو او دعوه یې کړې وه چې له هغه ځایه یې وسله‌وال په شا تمبولي دي.

د "تحریک جهاد" په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله‌والې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په لکي مروت کې د برید مسوولیت منلی دی.