د بښنې نړيوال سازمان: د ملګروملتونو له پرېکړه‌ليک بايد په ګډه ملاتړ وشي

انځور - ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په ګډه ملاتړ وشي.

دغه سازمان پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې که څه هم د افغانستان په باب د امنیت شورا غونډه د سم لوري د تګ لپاره ستایلې خو ویلي یې دي، چې د امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې د خلکو له حقونو د سیسټماتیکو سرغړونو له عاملانو د حساب کتاب اړتیا نه‌ده شامله شوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرېکړه کې له طالبانو غوښتنه شوې، چې پر ښځو او نجونو ټول لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

طالبان د ۲۰۲۱‍ په اګست کې تر بیا واکمنېدو وروسته نجونو ته لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې، په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو او نجونو کار منع کړی، په پوهنتونو کې یې هم د دوی تحصیلات منع اعلان کړي دي.