د طالبانو حکومت: د ثور اتمه د افغان ملت د ازادۍ ورځ ده

انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د ثور یا غوايي میاشتې اتمه، یعنې پر افغانستان د مجاهدینو د بریا ورځ د افغان ملت د بري، ازادۍ او نجات ورځ بللې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې: "د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او ولس د کمونېزم له ښامار څخه نجات وموند."

نن جمعه، د غوایي یا ثور د میاشتې اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بري له ۳۱مې کلیزې سره برابر ده.

د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د هغه وخت حکومت د ۱۳۷۱ کال د ثور پر اتمه نسکور شو او مجاهدین کابل ته ننوتل، وروسته افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو.

د جهادي ډلو ترمنځ نښتو کې په کنډوالې د کابل پر بدلېدو سربېره لسګونه زره کسان ووژل شول او په ملیونونو نور، له افغانستانه کډه کولو ته اړ شول.

پرون د ثور اوومه، یا د خلق دیموکراتیک ګوند د کودتا او د سردار محمد داوود خان د حکومت د نسکورېدو ۴۵ کلیزه وه.