امريکا د ايران سپاه پاسداران پر استخباراتي اداره بنديزونه ولګول

د ايران بيرغ

د امریکا متحده ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د استخباراتو پر اداره او د روسیې د فدرال امنیتي سرویس د امریکایانو د ناقانونه نیولو په تور بندیزونه ولګول.

د امریکا د ترهګرۍ ضد چارو او مالي استخباراتو وزارت مرستیال برایان نیلسن پرون په یوه بیان کې وویل چې، د امریکا تازه بندیزونه د ایران او روسیې لوړپوړي امنیتي چارواکي هدف ګرځوي.

د هغه په خبره دا چارواکي د امریکايي اتباعو د ناقانونه بندیانولو یا یرغمل نیولو مسوولین دي.

په تازه بندیزونو کې د ایران د سپاره د استخباراتو څلور رئیسان یاد شوي چې له ډلې یې لږ تر لږه یو تن په پخوانیو بندیزونو کې هم راغلی وو.