د ارزګان په ليرې پرتو سيمو کې سره مياشت د خلکو وړيا درملنه کوي

ارزګان کې خلکو ته د روغتيايي خدماتو وړاندې کول.

د ارزګان په ليرې پرتو سيمو کې د سرې مياشتې له لوري خلکو ته د روغتيايي خدماتو وړاندې کول پيل شوي.

د ارزګان ولایت د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، دوی په دغه ولایت کې تر هغه سیمو ځانونه رسوي چېرته چې روغتيايي مرکزونو ته لاس‌رسی کم دی.

دوی وايي، په دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایي ټیم په درې میاشتو کې ۴۱۶۰ تنه وګړو ته لومړني روغتیایي خدمات ترسره کړي، چې سلګونه هېوادوال يي کتلي او په وړيا ډول يي دوا ورکړې ده.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور