د ګډو ګټو امنيتي تړون د سازمان کاري ډلې د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د ګډو ګټو امنیتي تړون د سازمان کاري ډلې بيرغونه

د ګډو ګټو امنیتي تړون د سازمان کاري ډلې پرون پنجشنبې په ۳۷مه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

دې سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې، د دې غونډې برخه‌والو د افغانستان له خاورې د تروریستي او مخدره موادو د ګواښونو د زیاتوالي په ګډون د دې هېواد د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د اعلامیې له مخې په ياده غونډه کې د ګډو ګټو امنیتي تړون د سازمان استازیو، د دې سازمان د سرمنشي مرستیال، په مسکو کې د افغانستان شارژدافیر او د منځنۍ اسیا لپاره د ملګروملتونو د ډیپلوماسۍ د چارو او د یو شمېر نورو ادارو استازیو ګډون کړی و.

روسیه، بیلاروس، تاجکستان، ارمنستان، قزاقستان او قرغزستان د دې سازمان غړي دي.

دا سازمان په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدا خبره داسې مهال کوي چې، د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد امنیتي ځواکونو افغانستان پولې ته نږدې په یوه نړیوال تروریستي سازمان پورې تړلې دوه تنه سخت دریځې ووژل.

په دې اړه نور جزيیات نه‌دي ورکړل شوي.