نن د ثور اتمه د مجاهدينو د بري له ۳۱مې کليزې سره برابر ده

صبغت الله مجددي د طالبانو له بري وروسته د حکومت مشر شو.

نن جمعه، د غوایي یا ثور د میاشتې اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بري له ۳۱مې کلیزې سره برابر ده.

د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د هغه وخت حکومت د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه نسکور شو او مجاهدین کابل ته ننوتل.

وروسته افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو.

د جهادي ډلې ترمنځ نښتو کې پر کنډوالې د کابل د بدلېدو سربېره لسګونه زره کسان ووژل شول او په ميلیونونه نور له افغانستانه کډه کولو ته اړ شول.

که څه هم یو شمېر پخوانۍ جهادي څېرې د ثور اتمه پر باطل د حق د بریا د ورځې په توګه یادوي، خو یو شمېر کارپوهان وایي چې د ثور اومه او اتمه دواړه د بدمرغۍ، د خلکو د بې ځایه کېدو او د کورنۍ جګړې سبب شوې دي.