سوډان کې د اوربند له پای ته رسېدو مخکې پلازمېنه خرطوم کې جګړه شوې

سوډان کې جګړه

په سوډان کې د درې ورځني نازک اوربند د پای ساعتونو ته له نږدې کېدو سره سم پلازمېنه خرطوم او درفور سیمه کې جګړه شوې ده.

نړیوالو اژانسونو لیکلي چې، په خرطوم کې پوځ نن پنجشنبه د ملېشه‌و پر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.

له کله چې د اپریل په پنځلسمه په سوډان کې د پوځ د مشر عبدالفتاح او برهان او د ملېشه ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوې، څو ځله د اوربند هڅه شوې، خو ناکامه شوې ده.

فرانس پریس اژانس لیکلي چې، د سوډان په جګړه کې تر اوسه ۵۱۲ تنه وژل شوي او ۴۱۹۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپورنو له مخې د درې ورځني اوربند پر مهال چې نن نیمه شپه پای ته رسیږي، د تاوتریخوالي کچه کمه وه او ګڼو هېوادونو د خپلو اتباعو ایستل ګړندي کړي دي.

ډيپلوماتیکې هڅې روانې دي چې د جګړې دواړه لوري د اوربند دوام ته وهڅوي، خو تر اوسه یې د بریا څرک نه لګیږي.