د طالبانو حکومت: له سوډان مو د ايسارو افغانانو لومړۍ ډله ايستلې ده

له سوډانه د وتليو خلکو يو انځور

د طالبانو حکومت وايي، له سوډانه یې د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله د عربستان په همکارۍ له دغه هېواده را ایستلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن دا خبره په خپل ټوېټر لیکلې.

هغه ویلي، دا افغانان له سوډانه د سعودي عربستان جدي ښار ته رسول شوي او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.

قهار بلخي ویلي چې، دوی هڅه کوي پاتې نور ایسار افغانان هم له سوډانه را وباسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې مخکې ویلي وو، په سوډان کې د ایسارو ۱۲۰ افغانانو د را ایستلو هڅې کوي.

په سوډان کې له شاوخوا دوو اوونیو د پوځ او ملېشه ډلې تر منځ سختې جګړې روانې دي چې له امله یې لسګونه زره بهرنیان هم ایسار پاتې دي.

ګڼو هېوادونو د خپلو اتباعو د را ایستلو هڅې چټکې کړي.