نن د سردار محمد داوود خان پر ضد د کودتاه ۴۵مه کاليزه ده

انځور - ارشيف

نن د ثور اوومه، په افغانستان کې د محمد داوود خان پر ضد د کمونیستي کودتا له ۴۵ کالیزې سره برابره ده.

د ۱۳۵۶ لمریز کال د ثور په اوومه د افغانستان د هماغه مهال د اردو یو شمېر کیڼ اړخو پوځیانو د محمد داوود خان د حکومت پر ضد کودتا وکړه، سردار داوود او د هغه د کورنۍ اکثره غړي یې ووژل او د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت په نوم یې د نورمحمد تره کي په مشرۍ حکومت اعلان کړ.

د ډېرو مورخانو په باور دې کودتا په افغانستان کې اوږدو ناکراریو او مداخلو ته لار هواره کړه.