پاکستان: پر ډيورنډ کرښه مو د اغزن سيم او کټارې لګولو کار ۹۸سلنه بشپړ کړی دی

د پاکستان د پوځ اطلاعاتي اداره (ای.ایس.پي.ار) وایي، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه یې د اغزن سیم او کټارې لګولو کار ۹۸ فیصده بشپړ کړی دی.

د ډان په ګډون بېلابېلو پاکستاني رسنیو پرون چهارشنبه د ای.ایس.پي. ار د مشر جنرال احمد شریف په حواله دغه خبر خپور کړی دی.

که څه هم ښاغلي شریف د دغه کار هدف پر ډیورند کرښه د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي هڅه بللې، خو ډیورند کرښې ته نږدې پرتو قومونو په وار وار په دې اړه د مخالفت غږ پورته کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه‌دي ویلي، خو د دوی د حکومت له پيله څو ځله په تورخم، سپین بولدک او نورو سرحدي سیمو کې افغان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه یو بل ته لاس په ماشه شوي دي.

پاکستاني چارواکي ډیورند له افغانستان سره رسمي پوله بولي، خو افغان لوری بیا دې پولې ته د تحمیلي کرښې نوم ورکوي او وایي، رسمیت ورکول یې د ولسونو حق دی، نه د حکومتونو.