احمد مسعود: که طالبان ټاکنې ومني، خپل فعالیتونه دروو
Your browser doesn’t support HTML5
د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود وايي، که طالبان د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټاکنې ومني، دغه جبهه به خپل ټول فعالیتونه ودروي او په ټاکنو کې به ګډون وکړي. هغه دغه څرګندونې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو ضد څېرو د درې ورځیني ناستې په پای کې وکړې.