سیرګي لاوروف: طالبان دې د رسمیت پېژندنې لپاره خپل مکلفیتونه ترسره کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف لاوروف د ملګرو ملتونو په مقر کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي.

لاوروف دا څرګندونې بېګا د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې طالبان یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي، خو زیاته یې کړه چې اساسي بشري حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړې هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.