طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی

ارشیف: د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوي برید سیمه

د طالبانو حکومت د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی.

دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پولیتیکو ورځپاڼې ته ویلي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې مشر چې دا برید یې تنظیم کړی و، په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

دا په افغانستان کې د وروستیو کلونو د ډېرو خونړیو حملو له ډلې وه چې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو د څرنګوالي په برخه کې یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر حکومت پراخ انتقادونه وپارول.