اوچا: بشري مرستې د ګڼو افغانانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د هغو ۲۸ میلیونه او درې لکه کسانو له ډلې چې روان میلادي کال بشري مرستو ته اړتیا لري ۴۹ فیصده یې ښځې او نجونې دي.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې د ګڼو کسانو د ژغورنې لپاره وروستۍ لار ده، ځکه دغه هېواد د درېیو کلونو له پرله پسې وچکالیو، د تېرو دوو کلونو له اقتصادي رکود او د څو لسیزو جګړو له اغېزو او وروستیو طبیعي افتونو سره مخامخ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان تېره میاشت د افغانستان د وضعیت په اړه راپور کې ویلي وو، اوسمهال دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه ۹۷ فیصدو ته رسېږي، حال دا چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه اندازه ۴۷ فیصده وه.