په مسکو کې د ایران، روسیې، سوریې او ترکیې چارواکو خبرې رغوونکې وبلل شوې

د مسکو یوه څنډه

په مسکو کې د ایران، روسیې، سوریې او ترکیې دفاع وزیرانو او استخباراتي مشرانو پرون سې شنبه په خپلو کې خبرې وکړې چې انقرې او مسکو رغوونکې خبرې بللې دي.

دا د ترکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو د رغولو د هڅو یوه برخه ده چې د سوریې د جګړې پر مهال زیانمنې شوې دي.

ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی د هغو سیاستوالو او وسلوال اپوزیسیون ملاتړ کوي چې د ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال د ولسمشر بشارالاسد پر خلاف دي.

ترکیې په وار وار د سوریې شمال ته خپل پوځیان هم لېږلي چې هلته د ځینو هغو ډلو پر خلاف وجنګېږي، چې انقره د خپل دښمن په سترګه ورته ګوري.

مسکو بیا د بشارالاسد له عمده متحدانو ګڼل کېږي او له ترکیې سره یې د پخلاینې هڅې تشویق کړې دي.

دمشق ویلي، له ترکیې سره خپلې اړیکې هغه وخت عادي کولی شي چې لومړی ترکیه له سوریې خپل ټول پوځیان وباسي.