ترکيه کې ۱۱۰ کسان کُرد وسله‌والو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي

ترکي پوليس، ارشيف

پولیسو نن د ترکیې په ۲۱ ولایتونو کې پر کورونو عملیات ترسره کړي او له سختدریځو کرد وسله‌والو سره د اړیکو په تور یې شاوخوا ۱۱۰ تنه نیولي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د دغو عملیاتو خبر داسې مهال ورکوي چې، څه باندې دوه اوونۍ وروسته د می په ۱۴مه په ترکیه کې پارلماني او د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي.

د ترکیې د کُرد پلوه د خلکو ډیموکراتیک ګوند یا HDP مرستیال مشر طیب تیمیل په یوه ټویټ کې ویلي، د دغو انتخاباتو په درشل کې سیاستوال، خبریالان، وکیلان او د بشري حقونو فعالان په نښه شوي دي.

د راپور له مخې په نیول شويو کسانو شک دی چې د کردستان د کارګرانو ګوند یا PKK ته یې چې په ترکیه کې یې فعالیت غیرقانوني اعلان شوی، د غړیو په استخدام او یا د دې ډلې لپاره په تبلیغاتو کې لاس لرلی یایې هم دا ډله تمویل کړې ده.