ضمير کابلوف د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د ګډون خبر ورکړی

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي تایید کړې چې، په دوحه کې د افغانستان په اړه په را روانه غونډه کې به ګډون وکړي.

ضمیر کابلوف نن د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، دا غوښتنه څو اوونۍ مخکې ترې شوې وه، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د مې په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې به ګډون وکړي.

خو کابلوف په عین حال کې یادونه وکړه چې روسیه له دې غونډې ډېره تمه نه‌لري، ځکه د ده په وینا، د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غواړي د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د تګ‌لارو ترمنځ انډول وساتي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد تېره اوونۍ وویل، په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر شرایطو خبرې وشي.

خو وروسته له دې چې د دې خبرو یولړ غبرګونونه وپارول، د ملګروملتونو مرستیال ویاند فرحان حق د پنجشنبې په ورځ دا خبره رد کړه، ویې ویل چې په دوحه کې به د افغانستان د روانو ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشي.