په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري

د ویانا غونډه کې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون لري.

د طالبانو د نږدې دېرشو سیاسي مخالفانو او فعالانو غونډه نن د دویمې ورځې په مخه هم په ویانا کې دوام لري.

د افغانستان د روان وضعیت په اړه د هغوی غونډه پرون دوشنبه پیل شوه او سبا پای ته رسېږي.

دغه غونډه د اتريش د څېړنيز انسټېټيوټ په نوښت جوړه شوې.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د هېواد پر روان وضعیت او د وسله والو طالبانو د سیاسي مخالفینو تر منځ د سیاسي اجماع پر رامنځته کېدو خبرې وشوې.