سوډان کې په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه شوې

په خرطوم کې د نښتو یو انځور

په سوډان کې د جګړې دواړو لوریو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.

نړیوالو اژانسونو ویلي چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی.

فرانس پریس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوې اعلامیې په استناد د دغه اوربند خبر ورکړی دی.

تېره اونۍ هم د جګړې ښکېلو جنرالانو ۲۴ ساعته اوربند منلی و، خو سم لاسي اوربند مات او دواړو لورو یو بل په سرغړونه تورنول.

د سوډان په جګړه کې تر اوسه ۴۲۷ تنه وژل شوي او له ۳۷۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د سوډان جګړه د اپرېل په پنځلسمه د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د ملېشه ځواکونو د قومندن محمد حمدان دوقلو ترمنځ پیل شوه.