د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې په روسیې کلکې نیوکې وشوې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې مشري یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوله د امریکا په شمول اکثرو لوېدیځو هېوادونو په روسیې کلکې نیوکې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دې غونډې ته په وینا کې وویل چې نړۍ په یوه خطرناکه حالت کې ده او که په څو اړخیزتوب باندې باور له لاسه ووځي وضعیت به تر دې هم بدتره شي.

دا غونډه د اغېزناکه څو اړخیزتوب تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، خو په اصل کې ویناوالو پر اوکراین د روسیې د یرغل تدوام ته په کتو د روسیې په غوښتنه د امنیت شورا د دې غونډې په ترسراوي نیوکې وکړې.

د غونډې اکثرو ویناوالو پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده.

د امریکا استازې لینډا ټوماس ګرینفیلډ وویل چې د امنیت شورا د دې غونډې سره هممهاله په اوکراین کې د روسیې د یرغل د دوام له امله بې ګناه ملکیان مري او ټپیانېږي.