په پروان کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي

ارشیف

په پروان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.

په پروان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، پېښه د شېخ علي ولسوالۍ د شېبر کوتل په سیمه کې نن سهار وختي، هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر د ډېر سرعت له کبله له سړکه واوښت.

د پروان امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پېښه کې دولس نور کسان هم ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پېښې قربانیان هغه سیلانیان وو چې له کندهار ولایت څخه د مېلې لپاره شېخ علي ولسوالۍ ته تللي وو.

د اختر په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم په ترافیکي پېښو کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.