چارواکي: د بخموت ستراتېژيکي سيمې د اوکرايني ځواکونو په ولکه کې دي

اوکرايني ځواکونه

د اوکراین پوځي چارواکي وایي، د جګړه ځپلي بخموت ښار ستراتېژیکې سیمې د دوی د ځواکونو په لاس کې دي.

د اوکراین د پليو ځواکونو قومندان اولیکساندر سیرسکي پر خپله ټلېګرام دغه خبره وروسته تر هغه کړې چې د روسیې دفاع وزارت پرون ادعا وکړه چې، د بخموت لوېدیځ کې یې دوه ولسوالۍ نیولي دي.

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د واګنر جنګېدونکې اجیرې ډلې مشر یوګني پریګوژین بیا ویلي، د بخموت نږدې ټوله برخه د دې تر کنټرول لاندې ده.

د بخموت د وضعیت په اړه دغه ضد او نقیضې ادعاوې لا خپلواکو سرچینو نه‌دي تایید کړي.

د اوکراین یوه چارواکي ویلي، د بخموت په جګړه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې لږ تر لږه دوه ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.