ننګرهار کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله ۱۲۲ تنه ټپيان شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعيت

د ننګرهار باختر اژانس د عامې روغتيا رياست په حواله ليکلي، د اختر په ورځو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ۱۲۲ کسان ټپيان شوي دي.

باختر اژانس د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست وياند نقيب الله رحيمي په حواله ويلي، د ټپيانو ترڅنګ يو تن مړ شوی هم دی.

ښاغلي رحيمي ويلي، د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲، دويمه ورځ ۴۳ او درېيمه ورځ ۳۷ تنه د ننګرهار سيمه‌ييز تخصصي روغتون ته د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.

اخوا د پروان ولايت سيمه‌ييزو چارواکو د اختر په ورځو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله د ۱۲ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.