هيدربار: امنيت شورا له ګوتېرش د افغانستان په اړه د هر اړخيزو ارزونو غوښتنه کړې

هيدر بار

امنيت شورا له ګوتېرش د افغانستان په اړه د هر اړخيزو ارزونو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، امنیت شورا د ملګروملتو له سرمنشي انتوني کوتېرش غوښتي چې، د نوومبر تر ۱۷مې پورې د هغو ستونزو د مخنیوي په خاطر، چې افغانستان اوس ورسره مخامخ دی، د هراړخیزو او منظمو سپارښتنو د وړاندې کولو لپاره ارزونې وکړي.

هیدر بار په څو ټویټونو کې همدا راز کښلي چې افغان ښځو فعالانو په دې ټینګار کړی چې دا ارزونه دې د ښځو د حقونو د یوې متعبرې متخصصې له لوري وشي او باید د نجونو او ښځو حقونه د ارزونې د اصلي محور په توګه په پام کې ولري.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو او کاره محرومې شوي دي.

طالبانو د نړیوالې ټولنې او ګڼو افغان ښځو او فعالانو له غوښتنو سره سره د ښځو د زده‌کړو او کار د حق په اړه خپل دریځ نه‌دی بدل کړی.