نیویارک پوسټ: داعش د توطیې لپاره له افغانستانه د مرکز په توګه کار اخلي

د داعش بیرغ

د نړۍ ځینو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د امریکا د متحدوایالتونو د افشا شوې استخباراتي ارزونې په باب لیکنې خپرې کړي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتېدو په کې اندېښنه ښودل شوې ده.

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي لیکلي، د امریکا د دفاع وزارت د هغې پټې ارزونې له مخې چې په وروستیو کې افشا شوې راغلي چې له افغانستانه د امریکا د پوځ تر وتلو وروسته داعش ډله د امریکايي او اروپايي اهدافو پر خلاف د توطیې لپاره له افغانستانه د مرکز په توګه کار اخلي.

د امریکا په استخباراتي موندنې کې چې د ډیسکورډ په نوم د پیغامونو په پلټفورم کې خپره شوې، پر لویو مناسبتونو، لکه په قطر کې د ۲۰۲۲م کال د فیفا نړیوال جام پر مهال د داعش د احتمالي حملو پر مشخصو پلانونو بحث شوی دی.

په لیکنه کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله ویل شوي، په دغو پلانونو کې پر کلیساوو، سفارتونو او نورو اهدافو د داعش ډلې د وړو حملو پر جزییاتو هم بحث شوی دی.

د دغې پټې ارزونې له مخې د داعش ډلې مشران د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې د نهو تروریستي توطیو لپاره پر همغږۍ کار کړی او په فبرورۍ میاشت کې د دغو توطیو شمېر ۱۵ ته ورسېد.

په دغه راپور کې چې تر ټولو محرم بلل شوی راغلي چې داعش د بهرنیو عملیاتو لپاره پر یوه ماډل کار کوي چې له افغانستانه بهر پر سرچینو، په مشخصو هېوادونو کې پر عاملانو او د اسانتیا برابرولو په شبکو متکي دی.

په دې افشا شوې ارزونه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل کُریلا څرګندونو ته هم اشاره شوې چې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته یې ویلي، د داعش د خراسان ولایت څانګه، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې یې له افغانستانه د تخلیې پر مهال ۱۳ امریکايي پوځیان او لسګونه افغانان ووژل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ودې په حال کې ده.

واشنګټن پوسټ:

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم په دې باب یو مطلب خپور کړی او وايي، د افشا شوې ارزونې له مخې له افغانستانه د امریکا د پوځي پرسونل تر وتلو وروسته افغانستان د داعش خراسان ولایت څانګې لپاره د همغږۍ په د پام وړ ځای بدل شوی دی.

د مقالې په وینا دغه تروریستي ډله په پام کې لري، چې د اروپا تر څنګ په اسیا کې حملې پلان کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې لیکوال وايي، مطمئناً په کانګرس کې جمهوریپال غړي او نور کسان به چې لا هم له افغانستانه د جو بایډن ادارې د وتلو تنظیم موضوع څاري له دغو افشا شویو اسنادو د سیاسي وسیلې په توګه کار واخلي.

که څه هم د طالبانو ویندویان وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې له خوا کوم خطر نه شته، خو وخت ناوخت په ځینو عملیاتو کې د داعش وسلوالو د نیولو، وژلو او ټپي کولو ادعاوې کېږي.