د امریکا پوځ د سوډان له پلازمېنې خپل حکومتي پرسونل تخلیه کړ

د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ځواک ترمنځ جګړې د تېرې اوونۍ له شنبې ورځې روانې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ د سوډان له پلازمېنې خرطوم د امریکا د حکومت پرسونل تخلیه کړ.

دا خبره د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون وکړه او زیاته یې کړه چې واشنګټن په خرطوم کې خپل فعالیت ځنډولی دی.

د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ځواک ترمنځ جګړې د تېرې اوونۍ له شنبې ورځې روانې دي.

ولسمشر بایډن په خپله اعلامیه کې وویل، دغه شخړې تر اوسه د سلګونو ملکیانو د مړینې سبب شوي دي.

د هغه په وینا، دا شخړې د منلو وړ نه دي او باید ودرول شي.

له سوډان څخه د بهرنیو وګړو د ایستلو پروسه د سره سمندرګي له لارې پیل شوې ده.