زیلینسکي پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل د ختمېدو لپاره پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

زیلینسکي په خپله ویډیويي وینا کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویلي چې د روسیې پر وړاندې د نورو بندیزونو د بستو پر جزییاتو کار روان دی.

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې سخته جګړه روانه ده، کییف د نورو مهماتو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین پوځ نن یکشنبه ویلي چې تر ټولو سخته جګړه دا مهال د دونیڅک سیمې پر باخموت او ماریینکا ښارونو روانه ده.

په خارکییف کې محلي چارواکو ویلي چې تېره شپه په دې ښار کې د روسیې د لږ تر لږه پنځو میزاییلو تر لګېدو وروسته یوه ملکي زېربنا په اور سوځېدلې ده.

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو په باخموت کې ځینې پرمختګونه کړي او هلته یې درې بلاکونه نیولي دي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د سختې جګړې په ډګر کې د یوه لوري ادعا هم په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.