په تورخم کې د غره د ښوېدو د پېښې د قربانیانو شمېر ۸ تنو ته ورسېد

Your browser doesn’t support HTML5

د سه‌شنبې په ورځ سهار وختي هغه وخت له غره کاڼي او خاورې راوښوېدل چې تر سلو ډېرې لارۍ د پاکستان له لوري د افغانستان خواته تېرېدو ته انتظار وې. د پاکستان د ژغورنې د چارو ویاند بلال فیضي وایي، عملیات روان دي چې د دې اتو تنو مړي د خاورو او ډبرو له لاندې راوباسي. اسرار عالم مومند پرې جزییات لري: