دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ هند پرې خوشبیني وښوده

د هند د بهرنيو چارو وزير اس جې شنکر

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر په دوحه کې د افغانستان په اړه د هغې جوړېدونکې غونډې په باب خوشبیني وښوده، چې مشري به یې د ملګرو ملتونو سرمنشي کوي.

رسنیو پرون د شنکر په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي: هندوستان دغې غونډې ته په مثبت نظر ګوري.

په پام کې ده، د مې میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه دغه غونډه د انټونیو ګوټېرېش په کوربه توب وشي.

د دې غونډې په باب د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد څرګندونو زیاتې لانجې وپارولې.

هغې ویلي وو چې په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې په باب بحث کېږي، خو د ملګرو ملتونو یوه ویاند وروسته وویل په دې غونډه کې به په نړیواله سطحه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په باب بحثونه شامل نه وي.

وروسته له هغې چې طالبانو روانه میلادي میاشت د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار منع کړ، دې کار یې پراخ عکس العملونه وپارول.

د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.