روسیه د جرمني تر ۲۰ زیات ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي

په مسکو کې د جرمني سفارت

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، روسیه د ځوابي اقدام په توګه د جرمني تر ۲۰ زیات ډیپلوماتان له خپلې خاورې اخراجوي.

ماریا زخارووا پرون شنبه د روسیې یوه دولتي تلوېزیون ته په خبرو کې دا څرګندونې وکړې، خو نور توضیحات یې ورنه کړل.

دا اعلان داسې وخت کېږي چې تر دې مخکې په راپورونو کې وویل شول، چې برلین په پام کې لري، د روسیې ډیپلوماتان په 'ډله ییز' ډول اخراج کړي.

د جرمني په اعلان کې نه وو ویل شوي چې دقیقاً د روسیې څو ډیپلوماتان له جرمني اخراج کړای شوي او څو تنه لا په جرمني کې پاتې دي.

د برلین او مسکو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.