امريکا د اوکرايني ځواکونو د روزنې لپاره جرمني ته ابرامز ټانکونه ورکوي

انځور - ارشيف

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر وایي، واشنګتن پلان لري چې په راتلونکو اوونیو کې ابرامز ټانکونه جرمني ته د دې لپاره واستوي چې اوکرایني ځواکونه وروزي.

لویډ اسټن دا خبره پرون په جرمني کې وکړه.

ده هلته د اوکراین له تماس ډلې سره په رامشتاین هوایي اډه کې په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې، په‌کې اوکراین ته د وسلو پر ورکړه خبرې وشوې.

د راپورونو له مخې به د جرمني په جنوب کې شاوخوا دوه سوه پنځوس اوکرایني پوځیان د ابرامز ټانکونو روزنه د لسو اوونیو په ترڅ کې ترلاسه کړي.