اروپایي ټولنه پر ایران نوي بندیزونه لګوي

د اروپايي ټولنې او ايران بيرغونه

اروپایي ټولنه غواړي چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د هغو اسنادو له مخې چې د ازادي راډیو فردا څانګې وار له مخه ترلاسه کړې دي، دا بندیزونه به په ایران کې د مظاهرو پر مهال د خلکو د ځپلو او په دغه هېواد کې د اټومي پروګرام او د اوږده واټن توغندیو په تړاو پر اتو چارواکو او دوو حکومتي بنسټونو ولګول شي.

اټکل کېږي چې د دې بندیزونو اعلان به د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال وشي.