يوې روسۍ الوتکې د روسيې پر بلګورد ښار بمباري کړې ده

يوه روسۍ جېټ طياره، ارشيف

یوې روسۍ الوتکې د روسیې پر بلګورود ښار بمباري کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې (سوخو-۳۴) الوتکې د اوکراین سرحد ته نږدې وړمه شپه په تصادفي ډول پر خپله خاوره بم غورځولی دی.

دا بم د ښار په منځ کې له ودانیو سره نږدې پرېوتی دی.

د بلګورود یوه چارواکي ویلي دي، دې بم چې شل متره سیمه په بل مخ اړولې ده، درې تنه يې ټپيان کړې دي او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی دی.

بلګورود چې درې لکه اویا زره نفوس لري د اوکراین له پولې شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې دی.