رسنۍ: يونسکو باميان کې درېدلې پروژې بېرته پيل کړي دي

باميان ولايت

یو شمېر رسنیو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې، یونسکو په بامیان کې د څو میلیونو ډالرو په ارزښت درېدلې پروژې بېرته پیل کړې دي.

دا پروژې چې پیسې یې ایټالیا ورکوي په دوه زره یو ویشتم کال کې وروسته تر دې ودرېدې چې طالبانو کابل ونیو.

د دې پروژو اصلي تمرکز د بامیان پر بودا مجسمو او د بامیان پر غلغلې ښار دی چې د شپږم او لسم میلادي کلونو ترمنځ ودان شوی دی.

یونسکو اټکل کوي چې د دې پروژې له لارې به لږ تر لږه د سیمې سل تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د بامیان د بودا مجسمې چې د شپږم او اووم میلادي پېړیو دي، طالبانو د دوه زره لومړي کال د مارچ په یولسمه په چاودېدونکو موادو ړنګې کړې.