ملاله يوسفزۍ: د نړۍ مشران دې طالبان د ښځو حقونو ورکولو ته مجبور کړي

ملاله يوسفزۍ

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو غوښتې دي چې طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه ورکړي.

ملالې یوسفزۍ تېره شپه په ټویټر کې دا خبره وکړه او زیاتوي چې، د نړۍ مشران به ډېر ژر د افغانستان په اړه غونډه وکړي، خو دوی ته پکار دي چې تر هر څه مخکې له طالبانو وغواړي چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د مې په لومړۍ او دوهمه د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په ګډون د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان لپاره غونډه جوړه شي.

دا غونډه به د تړلیو دروازو تر شا وي او په‌کې د افغانستان لپاره د نورو هېوادو ځانګړي استازي هم برخه اخلي.