سي پي جی: طالبان دې د واشنګټن پوسټ خبریالې ته د فعالیت اجازه ورکړي

د واشنګټن پوسټ نښان

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا سي پي جی د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریالې سوسانا جورج ته اجازه ورکړي څو له افغانستانه بیا راپورونه ورکړي.

دغې نړیوالې کمېټې پرون په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي باید په افغانستان کې پر مطبوعاتو د فشارونو ټولې هڅې ودرول شي.

د اعلامیې له مخې د واشنګټن پوسټ مشر اډیټرې سالې بزبي ویلي، سوسانا جورج ته چې په اسلام اباد کې اوسېږي او د افغانستان تر څنګ د پاکستان لپاره د دوی د بیرو مشره ده، د طالبانو له خوا اطلاع ورکړل شوې چې له افغانستانه بیا راپور نه شي ورکولی.

واشنګټن پوسټ هم په یوه اعلامیه کې ویلي مېرمن جورج له افغانستانه وروستی راپور د ۲۰۲۱م کال په نومبر میاشت کې ورکړی و.

یوه خبریال چې له دې موضوع خبر و، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، طالب چارواکو د جورج ویزه او کاري جواز نه دي تمدید کړي.

د طالبانو چارواکو پر رسنیو فشارونه زیات کړي او د دوی پر کار یې ډول ډول محدودیت لګولی دی.