د اوکراین پوځ: روسیې د سختو زیانونو له ګاللو سره سره خپل عملیات شدید کړي

په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې یو انځور

د اوکراین پوځ نن ویلي، روسیې د سختو زیانونو له ګاللو سره سره د اوکراین پر ختیځ ښار باخموت خپل پوځي عملیات شدید کړي دي.

په همدې حال کې پر کییف او پولتاوا سیمې د بې پېلوټه الوتکو حملې شوي چې زېربناوو ته یې زیانونه اړولي دي.

بلخوا د اوکراین متحدان د اوکراین ځواکونو ته د اضافي پوځي ملاتړ برابرولو لپاره په چمتووالي بوخت دي.

د کییف پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو نن په ټیلګرام کې ویلي، د اوکراین هوايي مدافع تېره شپه د کییف پر فضا په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې اته بې پېلوټه الوتکې کشف او ویشتلي دي.

د پوپکو په خبره د لومړنیو راپورونو له مخې چا ته د سر او مال زیان نه دی اوښتی.

بلخوا په ختیځه سیمه پولتاوا کې پوځي مشر دمېترو لونین ویلي، د روسیې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې یوه ملکي زېربنا زیانمنه شوې ده.