د امریکا خزانې وزارت په یوه ایراني تبعه او شپږو بنسټونو بندیزونه لګولي

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت په یوه ایراني تبعه او شپږو بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه د هغه څه لپاره چې د امریکا له تحریمونو د تښتې د شبکې نوم ورکړل شوی، لګول شوي.

په دې ډله کې د مهدي خوش قدم په نوم د یوه ایراني نوم راغلی چې د امریکا د خزانې وزارت په خبره د الکترونیک پرزه جاتو په پېرلو سره یې د تهران د بې ثباته کوونکو پوځي پروګرامونو اسانچاري کړې.

د راپورونو له مخې ایران له دغو پرزو د بې پیلوټه الوتکې په جوړولو کې کار اخیستی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو جوړول او د وسلو تولید لا هم په منځني ختیځ او تر هغه په ورهاخوا سیمو کې بې ثباتي رامنځته کوي.