عبدالباقي: د پلار ټوله سرمایه په نشو کې راڅخه ولاړه

پر نشه يو روږدی کس، ارشيف

د لوګر ولایت اوسېدونکي عبدالباقي پخوا د موټرو کاروبار کاوه، له بهرنیو هېوادونو څخه به یې موټرونه راوستل او په افغانستان کې به یې په لوړه بیه خرڅول، خو کله چې معتاد شو، کارو بار ځنې پاته شو او ټولې پیسې یې په نشو کې ځنې ولاړې.

عبدالباقي چې له شلو کالو راهیسې نشه کوي وايي: د تجارت هغه شریکان مې چې پخوا به مو لکونه ډالر یو بل ته په پور سره ورکول اوس د یوې افغانۍ باور هم نه راباندې کوي.

دا چې عبدالباقي ولې معتاد شو، لومړۍ نشه یې له څه شي څخه پیل کړه او نشو نور له څه ډول ستونزو سره مخ کړی دی؟ دا به خپله د ده له خولې واورو.

د نوموړي خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

عبدالباقي: د پلار ټوله سرمایه په نشو کې راڅخه ولاړه