د ملګروملتونو د سرمنشي وياند: د طالبانو رسميت پېژندنه د ملګروملتونو د غړو هېوادو صلاحيت دی

د ملګروملتونو غونډه، ارشيف

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي، د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه د دغه سازمان د غړو هېوادونو صلاحیت دی.

دا څرګندونې وروسته تر دې کېږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد تازه ویلي، دوحه کې د مې په لومړۍ نېټه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په پار بحث کېږي.

د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره شپه خبریالانو ته وویل، د امینې محمد هدف دا نه و چې ګواکې د سازمان د غړو هېوادونو له خوښې پرته دې طالبانو ته رسمیت ورکړل شي.

نوموړي ويلي: "د رسمیت پېژندنې د موضوع په اړه باید ووایم چې دا په ښکاره توګه د غړو هېوادونو په لاس کې دی، دا یو حقیقت دی، د ملګرو ملتونو منشور هم همدا خبره کوي او دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نه‌شته، هغې (امینې محمد) داسې څه نه‌دي ویلي چې د سازمان له غړو پرته بل څوک د رسمیت پېژندنې صلاحیت لري."

دوجاریک وایي، د مې په لومړۍ او دویمه نېټه به د ملګرو ملتونو سرمنشي په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره غونډه ولري، خو په خبره یې، بحثونه به یې د بندو دروازو ترشا وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد وړمه ورځ ویلي و، دا نه پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه، خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.