سوډان کې جګړه؛ د ۲۷۰ ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

سوډان کې جګړه

پرون چهارشنبې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه چې د شاهدانو له قوله مړي په سړکونو کې پراته دي، په زرګونو کسان وتښتېدل.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې بهرنیو سفارتونو ویلي، له ۲۷۰ زیات ولسي خلک د اردو او د ملېشه‌و ترمنځ نښتو کې وژل شوي دي.

دواړو خواو ویلي چې، اوربند بشپړ رعایتوي خو عیني شاهدانو ویلي، هغه وخت چې باید اوربند ټینګ شوی وای، د شپې تر ناوخته پورې په خرطوم کې ډزې روانې وې.

پرله‌پسې دوهمه ورځ د بشرپالنې پر اساس وړاندیز شوی اوربند نه‌دی رعایت شوی.

فرانس پرېس ویلي، په بریدونو کې بهرني ډیپلوماتان هم په نښه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږه کونکي مارټین ګریفتس ویلي، دې سازمان د مرستندویانو پر ضد د جنسي تاوتریخوالي راپورونه هم ترلاسه کړي دي.

په سوډان کې نښتي د شنبې په ورځ د پوځ د قومندان عبدالفتاج البرهاني او د هغه مرستیال او د ملېشه ځواک د مشر محمد حمدان دقلو ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ پیل شوې.